کابل کې د امریکا سفارت د مهاجرت ویزو د ورکولو لپاره مرکې پیل کړې

کابل کې د امریکا سفارت

په کابل کې د امریکا سفارت، په روانې اوونۍ کې دې هېواد ته د مهاجرت د ویزې د ورکولو په هدف د مرکو د پیل خبر ورکوي.

د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن پر ټویټر لیکلي چې دی زیار ګالي څو امریکا ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو چارې پر مخ ولاړې شي.

ښاغلي وېلسن لیکلي چې له اپرېل میاشتې راهیسې، له شاوخوا ۱،۶۰۰ کسانو او د هغو له کورنیو سره چې د ویزو لپاره‌یې غوښتنلیکونه سپارلي دي، مرکې شوي.

ښاغلی وېلسن زیاتوي، اوس چې د دې ویزو لپاره د مرکو لړۍ پیل شوې د نورو غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو تمه لري.

په کابل کې د امریکا سفارت وايي له ۱۵زره زیات افغانان امریکا ته له صادقانه خدمت وروسته، دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې اوس‌مهال له ۱۸ زرو زیات افغان وګړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځیانو سره کار کړی، متحده ایالاتو ته د مهاجرت د ویزو په تمه دي.