کیوبا کې زرګونه کسانو د حکومت پر ضد یو بې‌ساری لاریون وکړ

کیوبا کې لاریون

په کیوبا کې زرګونه کسانو د حکومت پر ضد په یوه بې‌ساري اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.

د کمونېست حکومت پر ضد په دې لاریون کې ډېری ځوانانو برخه درلوده چې د دیکتاتورۍ پر ضد او د ازادۍ په پلوۍ شعارونه‌یې ورکول. دا په څو لسیزو کې د کارابین په دې ټاپو کې د حکومت ضد تر ټولو پراخ لاریون دی.

ولسمشر میګویل دیاز کانېل پرون د جولای په ۱۱مه پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې په پلازمېنه هاوانا کې د معترضانو پر ضد مبارزه وکړي.

د فرانسپرس خبري اژانس راپور له مخې د مظاهرو پر مهال پولیسو له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست او خلک‌یې په پلاستیکي پیپونو وهل.

دا اعتراضونه داسې مهال پیل شوي چې د پخواني شوروي اتحاد له پرځېدو په راوروسته موده کې کیوبا له تر ټولو سخت اقتصادي بحران او د کرونا ویروس د مواردو له زیاتېدو سره مخامخ ده.