فلوریدا کې د یوې دنګې ودانۍ د نړېدو پېښه کې د مړو شمېر ۹۰ ته زیات شو

د امریکا په فلوریدا ایالت کې نړېدلې دنګه ودانۍ

د امریکا متحده ایالاتو په فلوریدا ایالت کې د څلورو نورو جسدونو په موندل کېدو سره د یوې دنګې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۹۰ ته زیات شو.

په فلوریدا ایالت کې د میامي ډېد سیمې ښاروالې، دانییلا لیوین کاوا وویل، تر اوسه د موندل شویو مړو له ډلې د ۷۱ تنو هویت معلوم شوی او کورنیو ته‌یې اطلاع ورکړل شوې ده.

د جون پر ۲۴مه د دې ۱۲ منزله ودانۍ د یوې برخې تر نړېدو وروسته لا هم ۳۱ کسان د تري تم شویو کسانو په لېست کې دي.

تر اوسه د ودانۍ د نړېدو علت معلوم نه‌دی.