نایجر کې د یوې وسله‌والې شخړې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۹ کسان ووژل شول

ارشیف، نایجر کې یو شمېر وسله‌وال جنګیالي

د نایجر په جنوب لوېدیځ کې د وسله‌والې شخړې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي چې ۴۰ تنه‌یې وسله‌وال حمله کوونکي دي.

چارواکي وايي، دغه وسله‌واله شخړه د مالي پولې ته څېرمه شوې ده.

د نایجر دفاع وزارت پرون یکشنبه وویل، په وسلو سمبالو شااوخوا ۱۰۰ ترورېستانو چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، ماسپښین پر چوما بانګو کلي حمله وکړه.

وزارت وايي دفاعي او امنیتي ځواکونو په چټک اقدام سره وتوانېد حمله شنډه او دښمن ته درنه مرګ‌ژوبله واړوي.

چوما بانګو په تیلابیري سیمه کې هغه کلی دی چې د مالي سرحد ته څېرمه پروت دی او وخت ناوخت افراطي وسله‌والو ډلو ورباندې حملې کړې دي.