د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوي له ترکمنستاني چارواکو سره لیدلي

ارشیف، له ترکمنستاني چارواکو سره د طالبانو د تېر ځل لیدنه

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له ترکمنستاني چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.

د طالبانو ویاند محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی پلاوی د ترکمنستان په رسمي بلنه وړمه ورځ عشق‌اباد ته رسېدلی دی.

ښاغلي نعیم د شویو بحثونو جزئیات نه‌دي شریک کړي، خو ترکمنستان تازه ویلي چې د افغانستان د شمال له جګړو اندېښنه لري او پوله کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کوي.

د طالبانو پلاوي په دې وروستیو ورځو کې مسکو او تهران ته هم تللي دي.

دوی دغه سیاسي هلې ځلې داسې مهال کوي چې په کور دننه‌یې جګړه تېزه کړې او د ادعا له مخې، شاوخوا ۱۵۰ ولسوالۍ یې نیولې دي.