د نصیر احمداحمدي مړی خاورو ته وسپارل شو 

د پښتو ژبې لیکوال او کیسه لیکونکی نصیر احمد احمدي

د پښتو ژبې د لیکوال او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي مړی خاورو ته وسپارل شو.

د احمدي ورور منیر احمد احمدي د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل، د هغه مړی یې نن غرمه د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ په ملک غلام رسول کلا کې د خپل پلار ترڅنګ په خپل باغ کې خاورو وسپاره.

نوموړی زیاتوي: "د احمدي جنازې ته د غزني ترڅنګ، له کابله، د زابل ولایت له شاه‌جوی ولسوالۍ او کندز ولایت څخه ځیني کسان راغلي وو."

نصیر احمد احمدي د افغانستان له مشهور داستان لیکونکو څخه وو چې د شنبې په ورځ‌یې د ۴۷ کلنۍ په عمر د کرونا له امله د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

احمدي تر دا وخته په بېلابېلو موضوعاتو ۲۵ کتابونه لیکلي دي چې ډېری یې ناولونه دي.

د هغه په مړینې باندې ګڼو افغانانو، د ادبیاتو مینه‌والو او افغان چارواکو خواشیني ښودلې.