ګرجستان کې د لاریون پر مهال یوه ټپي شوي کمره‌مین ساه ورکړه

د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې لاریون

د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د لاریون پر مهال یوه ټپي شوي کمره‌مین ساه ورکړه.

لېکسو لشکروا د جولای په پنځمه د هغو شاوخوا ۵۰ خبریالانو او کمره‌مینانو په ډله کې و چې د ال جي بي ټي د لاریون د خبري پوښښ پر مهال د ښي اړخو تُندلارو له‌خوا تر برید لاندې راغلل.

ال جي بي ټي د همجنسګرا ښځو او سړیو، دوه جنسه/ټرانس او دوه جنس خوښوونکي یا بایسېکشویلټي ډلې ته وايي چې غونډې او مراسم‌یې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د داسې بریدونو او تُندو غبرګونونو سره مخ کېږي.

تُندلارو چې د ګرجستان د ارتودوکس کلیسا ځیني پریسټان یا مشران هم ورسره مل بلل شوي و د جولای په پنځمه په تبلیسي کې د ال جي بي ټي ټولنې په غونډې برید وکړ.

د برید پر مهال شاوخوا ۵۰ خبریالان او کمره‌مینان هم ژوبل شول چې له ډلې یې دوه تنه خبریالان د ازادې اروپا راډیو وو.