پروان کې د وارداتي برېښنا یوه بله ستن په ماین والوځول شوه

ارشیف، د وارداتي برېښنا یوه الوځول شوې ستن

د افغانستان برښنا شرکت چارواکي وایي، په پروان کې ماین چاودنې د برېښنا یوې بلې ستنې ته زیان اړولی.

دا پېښه د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې چې تر اوسه د وارداتي برېښنا ډېرې ستنې ویجاړې شوي، نن سهار وختي رامنځته شوې ده.

د پروان د برښنا شرکت رئیس روح‌الله ساجد ویلي چې له دغې ستنې سره څلور حلقې ماینونه ځای پر ځای شوي و چې دوه‌یې چاودلي او دوه نور یې امنیتي ځواکونو شنډ کړي دي.

د هغه په خبره د دې شرکت تخنیکي ټیم په سیمه کې دی او د امنیتي ځواکونو له‌خوا د نورو احتمالي ماینونو له پاکولو وروسته به دغه ستنه بېرته ترمیم کړي.

د یادونې وړ ده چې د دغې پېښې له امله د برېښنا جریان نه‌دی پرې شوی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د عملیاتو په ترڅ کې یې په پروان کې یوه څلور کسیزه ډله نیولې چې په دې ولایت کې یې د برېښنا ستنې الوزولې.

دې ریاست نیول شوي کسان د داعش ډلې غړي بللي دي.