په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند نصیر احمد احمدي مړ شو

په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند نصیر احمد احمدي

​د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو ادیبانو د ناول او کیسه لیکونکي نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني وښوده.

۴۷ کلن نصیر احمد احمدي چې په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند و، د خپل قلم په واسطه‌یې د ملت د ویښولو هڅه کوله، خو په خپله پرون په کابل کې د ناروغۍ له کبله به ابدي خوب ویده شو.

ارواښاد احمدي، د ارواښاد فتح‌الله احمدي زوی و چې په ۱۳۵۳ لمریز کال د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ په ملک غلام رسول کلا کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

زده‌کړې یې په غزني، کابل، پېښور او نورو ځایونو کې خورې ورې کړې دي.

د نصیر احمد احمدي شااوخوا ۲۵ کتابونه چاپ شوي چې ۱۵یې ناولونه، نور یې لنډې کیسې یا د ادب پوهنې او ټولنیزو مسایلو د نورو څانګو اړوند موضوعات دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په یوه اعلامیه کې د پښتو ناول لیکنې په برخه کې د نصیر احمد احمدي هڅې ستایلي او ویلي یې دي: "نوموړي په خپلو ليکنو کې لوستونکي تعادل، منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته بلل، مړينه‌يې پښتو ادب ته لويه ضايعه ده."

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني ښوولې ده.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل: "د ښاغلي احمدي مړینه د پښتو ادب او په ځانګړي ډول د ناول لیکنې په برخه کې یوه لویه ضایعه ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارواښاد نصیر احمد احمدي د مړینې په تړاو د ده کورنۍ او دوستانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي."

یو شمېر افغان لیکوالانو او د احمدي د ناولونو خوښوونکو هم په ټولنیزو رسنیو د نصیر احمد احمدي په مړینه ژوره خواخوږي څرګنده کړې.

د هغه یو خوښوونکي، لیکوال او کره کتونکي عزت‌الله شمس‌زي ازادي راډیو ته وویل: "په معاصرو لیکوالانو کې نصیر احمد احمدي فکر روزونکی لیکوال و، موږ په خواشینۍ سره په بښتو ژبه کې داسې لیکوال ډېر کم لرو چې موجوده نسل او راتلونکو نسلونو کې د فکر روزنې ته پام کوي، ده په ډېره هنري ژبه او ډېر مهارت سره د ټولنې موجوده ټاپوګانې چلنجولې او خلکو ته‌یې یو نوی فکر ورکاوه."

نصیر احمد احمدي د ناول، کیسو او نورو لیکنو ترڅنګ په ټولنیزو شبکو کې پر ټولنیزو ستونزو هم لیکنې کولې او خلک‌یې یووالي او اصلاح ته رابلل.

نصیر احمد احمدي په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند و، په ځانګړي ډول د صحنو، ځایونو او اشخاصو په انځورونه کې یې خاص مهارت درلود. ژبه‌یې ساده او عام فهمه وه.

د لنډو کیسو، ناولونو او ژباړو ترڅنګ‌یې درې کتابونه د کتاب هزاره، موسی شفیق او محمد هاشم میوندوال ژوندلیکونه دي چې په ادبي سبک‌یې لیکلي دي.

تر ټولو مشهور ناول‌یې «بغدادي پیر» نومېږي چې پر ځینو تاریخي واقعیتونو ولاړ لیکل شوی ناول دی او څو نورو ژبو ته هم ژباړل شوی دی.

د نصیر احمد احمدي د «بغدادي پیر» ناول

لومړنی کتاب‌یې «سړۍ سیلۍ» نومېږي چې د لنډو کیسو ټولګه ده او تر ټولو تازه کتاب‌یې د غڼې ځاله نومېږي چې دا هم ناول دی او تېره میاشت په ننګرهار کې چاپ شو.