د بنګله‌دېش یوه فابریکه کې د وروستۍ اورلګېدنې په تړاو ۸ کسان نیول شوي

ارشیف، ډاکه کې اورلګېدنه

د بنګله‌دېش د پولیسو یو لوړ رتبه چارواکی وايي، د یوې فابریکې د اورلګېدنې په قضیه کې چې د ۵۲ کسانو د مړینې سبب شوه، اته کسان نیول شوي دي.

د پلازمېنې ډاکه په څنډه کې دغه اور د پنجشنبې ناوخته په پنځه منزله فابریکه کې پیل شو چې تر ډېره‌یې تور لوګي او لوخړې پورته کېدې.

د جمعې پر ماسپښین د اور تر مړه کولو وروسته، پولیسو په فابریکه کې ګڼ مړي پیدا کړل.

د نارایان­ګانج سیمې د پولیسو امر جید العلم پرون شنبه د ټیلیفون له لارې اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل، په دې اورلګېدنه کې د قتل په تړاو اته کسان نیول شوي او د پولیسو په توقیف کې دي.

د بنګله‌دېش د کورنیو چارو وزیر اسد الزمان خان ویلي، په نیول شویو کسانو کې د ساجیب شرکت چې دغه فابریکه‌یې مربوط ده، اجرائیه مدیر هم شامل دی.

ارشیف، بنګله‌دېش کې د اورلګېدنې له یوې سیمې د مړو او ټپيانو د را ایستلو لړۍ

د بنګله‌دېش د کورنیو چارو وزیر په دې اړه نور جزئیات ورنه‌کړل، خو ویلي یې دي، په دې قضیه کې دخیل کسان به مجازات شي.

اسد الزمان خان پرون د پېښې د ځای تر کتنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې دا پېښه د قتل په نوم یاده کړه.

پرون ماښام د ډاکه یوې محکمې اجازه ورکړه چې اته مشکوک نیول شوي کسان دې د پوښتنو ګروېږنو د دوام لپاره څلور ورځې د پولیسو په توقیف کې وي.

د اسوشیټډ پرس اژانس په لیکنه، بنګله‌دېش هغه هېواد دی چې په صنعتي برخه کې د دغسې غموونکو پېښو سابقه لري چې په فابریکو کې اورلګېدنه او په دغو فابریکو کې د راګېر پاتې شویو کارګرانو مړینه هم په‌کې شامله ده.

ارشیف، د بنګله‌دېش پلازمېنه ډاکه کې اورلګېدنه

په دې ته ورته مواردو کې، د فابریکو خاوندان د ناغېړۍ له کبله د قصدي وژنو له تورونو سره مخامخ شوي دي، ځکه د کار او تولیدي ساعتونو پر وخت د فابریکو د دروازو قلف کول غیر قانوني کار دی.

په ۲۰۱۲م کال کې په ډاکه ښار کې د کالیو د تولید د یوې فابریکې د قلف شویو دروازو تر شا ۱۱۷ کارګران راګېر پاتې شول او ساه‌یې ورکړه.