خلیلزاد د افغان سولې پر 'یوه موافقه د سلا کېدو' لپاره قطر ته رسېدلی

د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

ښاغلي خلیلزاد پرون په ټویټر کې لیکلي، هغسې چې ولسمشر جو بایډن ویلي، د افغانستان کشاله یوازې د خبرو اترو له لارې حلېدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې چې د جمعې په ورځ پیل شوی، د قطر ترڅنګ پاکستان او ازبکستان ته هم ځي.

په اعلامیه کې دا د افغانستان د سولې له پروسې د واشنګټن د روان ملاتړ یوه برخه بلل شوې ده.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټ کې ویلي، د افغانستان له ټولو اړخونو، سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره کار کوي چې د جګړې ختمولو لارې چارې پیدا کړي.

د اعلامیې له مخې خلیلزاد به په تاشکند کې د ازبکستان په کوربه‌توب د سیمه‌ییز اتصال په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې هم برخه واخلي.

د افغانستان حکومت وايي، د دې وخت راغلی چې طالبان د خلکو له عام­‌وژنې لاس واخلي او د سولې خبرو ته ستانه شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري پرون شنبه په دې اړه رسنیو ته په لېږلي پیغام کې وویل: "د افغانستان حکومت د سولې لپاره ټول عملي ګامونه اخیستي او تل د خبرو اترو مېز ته حاضر دی. اوس د دې وخت دی چې طالبان له جګړې، تاوتریخوالي او د خلکو له عام‌­وژنې لاس واخلي او په صادقانه ډول د خبرو اترو مېز ته حاضر شي."

تر دې مخکې په دوحه کې د افغان دولت د مذاکراتي هیئت یوې غړې فوزیې کوفي ازادي راډیو ته ویلي وو، د سولې روانې مذاکرې کافي سرعت نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې جګړو او تاوتریخوالي په ټول افغانستان کې زور اخیستی او تقریباً هره ورځ د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو خبرونه رارسېږي.