د سومالیا په پلازمېنه کې ځان وژونکي برید ۸ تنه ووژل

ارشیف، موګه دیشو کې شوی برید، عکس تزئیني بڼه لري

د سومالیا په پلازمېنه موګه دیشو کې نن شنبه (د چنګاښ په ۱۹مه) په یوه ځان وژونکي برید کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

د الشباب سخت دریځي ډلې یې مسولیت اخیستی.

د سومالیا د پولیسو یوه ویاند وویل چې په دې چاودنه کې د موګه دیشو د پولیسو کمېشنر فرهان محمود په نښه شوی چې نوموړی ترې ژغورل شوی دی.

د الشباب ډله چې له یوې اوږدې مودې راهیسې شخړو ته مخه کړې، هڅه کوي چې په موګه دیشو کې د نړیوالو ملاتړی حکومت نسکور کړي.