ولسمشر غني: له طالبانو دې پوښتنه وشي چې جګړه د چا لپاره کوي؟ 

ارشیف، په ارزګان کې یو شمېر وسله وال طالبان

افغان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا په دې هېواد کې د جګړو د اوږدېدو مسوول وسله وال طالبان وبلل او ویې ویلي چې له طالبانو دې دا پوښتنه وشي چې دوی جګړه د چا لپاره کوي؟

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن شنبه (د چنګاښ په ۱۹مه) خوست ته په سفر کې په دې ولایت کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې وکړې او زیاته یې کړه چې که افغانستان ورانیږي او افغانان وژل کېږي، نو ګټه یې چا ته رسیږي؟

ولسمشر د جګړو د سختېدو مسوولیت داسې مهال پر طالبانو اچوي چې دې ډلې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات کړی او په لسګونو ولسوالۍ یې نیولي دي.

ولسمشر غني خوست ته په دې سفر کې د دې ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې ترڅنګ دغه راز د خوست نړیوال هوایي ډګر هم پرانیست.

د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال وایي، ولسمشر او مل دولتي پلاوي یې، په هوایي ډګر کې د هغو مسافرو هرکلی وکړ چې له متحده عربي اماراتو څخه په مستقیمه الوتنه کې خوست ته راغللي وو.

د خوست هوایي ډګر په نژدې پنځه زره جریبه ځمکه ودان شوی او شااوخوا ۷ سوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د ولسمشرۍ د ماڼې د وېبپاڼې له مخې ولسمشر نن شنبه له خوسته بېرته کابل ته ستون شو.