د وګړو نړېواله ورځ؛ "د افغانستان نفوس د ۱۴۰۰م تر پایه ۳۳٫۶ ميلیونو ته رسېږي"

د کابل یو شمېر ښاریان

دا چې نن یکشنبه د جولای ۱۱مه د وګړو نړېواله ورځ ده، د افغانستان د احصايي ملي اداره وايي، د دوی د وړاندوينې له مخې د ۱۴۰۰م لمريز کال تر پایه به د دغه هېواد د نفوس کچه ۳۳٫۶ ميلیونو ته ورسېږي.

ددې ادارې د رسمي شمېرو له مخې په اوس وخت کې په دې هېواد کې ۴۷.۱ سلنه د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

صدیقه هغه مور ده چې د کابل ښار په یوه څنډه کې له خپلو ۸ اولادونو سره په یوه کرايي کور کې ژوند کوي او زوی یې د افغانستان د ملي پوځ په ليکو کې د جګړې پر مهال وژل شوی.

نوموړې وايي، د زوی د مرګ یې ۷کاله کېږي خو لا یې هم مړی نه دی لیدلی: "کار مې کاوه، خو د زوی غم رنځوره کړم، ۷ لکه افغانۍ پوروړې يم، دا ټولې پيسې مې د زوی مړي پسې ورکې کړې، چا به راته يوه ټوټه غوښه په يوه کڅوړه کې اچولې وه، چې دا دې زوی دی، زړه به مې صبر شوی و. زما زوی ۷ کاله په اردو کې و، اوس د خوراک ډوډۍ نه لرم، که کومه وچه ډوډۍ پيدا شي اولادونه مې خوري، زه خدای ته صبر کوم."

صدیقه وايي د زوی د مرګ یې ۷کاله کېږي خو لا یې هم مړی نه دی لیدلی

صدیقه چې له بېلابېلو ناروغيو کړيږي، خو د خپل کور کرایي او اولادونو ته د يوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د نورو خلکو په کورونو کې کار کوي.

د هېواد په اوسنيو ناسمو شرايطو کې په ميندو کې د زيږون پر مهال د وقفې په پام کې نه نيول او په پرله پسې ډول د ماشومانو زېږون په ډېر شمېر کورنيو کې بله جدي ستونزه ده.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د دې ستونزې د هواري يوازينی لاره د زېږون پر مهال د وقفې په نظر کې نیول دي، څو د وګړو د ډېرېدو مخه ونيول شي.

د دې وزارت په باور د نفوس بې دریغه زياتوالی زياتې ستونزې لکه د بې وزلۍ زياتوالی، د نفس ناسم مديریت، د خوندي خوراکي توکو نشتوالی، د څښاک د اوبو کمښت او د چاپیریال ککړتيا رامنځته کوي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي معلوماتو د ارزونې او څار برخې مشر سيد عطاالله سعيدزی وايي: "د نفوس زياتوالی پرته له شکه په اقتصاد ناوړه اغيز کوي، د خدماتو وړاندې کول بايد ټولو ته يو شان وي، موږ تېرو کلونو کې دې چارې ته کار کړی، خو ترهغې چې په ملک کې اقتصاد پياوړی نه شي دې چارې ته رسېدنه هم شوني نه ده."

په خوست کې یو شمېر ماشوم کارګران

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې په اوسط ډول هره مېرمن له پنځو تر شپږو ماشومانو زېږوي چې د دې وزارت په وینا دا یو لوړ شمېر دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وړاندوینه کوي که د افغانستان نفوس مدیریت نه شي تر راتلونکي ۳۰ کلونو پورې به د دغه هېواد نفوس دوه برابر شي.

د افغانستان د احصایې ملي ادارې د وروستیو خپرو شوېو معلوماتو له مخې د افغانستان نفوس به د ۱۴۰۰م لمریز کال تر پایه ۳۳،۶ میلیونو ته ورسېږي.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په دې شمېر کې ۵۱ سلنه یې نارینه او پاتې نور یې ښځینه دي.

د افغانستان د احصایې ملي ادارې ویانده روبینا شهابي وايي: " له ۱۳۹۶ راپه دېخوا د افغانستان نفوس تقریباً ۲ سلنه پرمختګ ښيي او وړاندوینه هم همدا ده چې په راتلونکي کال کې ۲ سلنه نفوس زیات شي."

د افغانستان د احصایې ملي ادارې ویانده روبینا شهابي

خو یو شمېر پوهان بیا په هېواد کې د نفوس زیاتوالي ته په بل نظر ګوري.

اقتصادي کارپوه شعیب رحیم وايي، که نفوس سم مدیریت شي په هېواد کې اقتصادي وده رامنځته کیږي:" د نفوس زیاتوالی ته کولای شو له دوه اړخه وګورو، د نفوس زیاتوالی کولای شي د اقتصاد په وده کې رول ولوبوي لکه هند او چین، خو که د افغانستان په څېر هېواد کې چې اقتصادي رشد نه وي او نفوس د زیاتیدو په حال کې وي پرته له شکه چې اغیز یې منفی دی."

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هرکال په نړۍ کې د وګړو د نړېوالې ورځې په رارسېدو سره یو شعار ټاکي.

د کابل په کاه فروش یو شمېر خلک

دغه صندوق تېرکال دا ورځ 'په نجونو پانګونه'په نوم ونمانځله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړېوال سازمان د وروستیو معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې ۲۰ سلنه هغه نجونې چې عمرونه یې له ۱۶ کلونو کم دي واده کېږي چې دا خپله د بې باکه نفوس د زیاتیدو لامل کېږی.

د دوی په باور، د دې بې باکه نفوس د مخنیوي لپاره باید د نجونو د زده کړې برخه کې پانګونه زیاته شي، څو له وخته مخکې د ودونو په اړه ورته لازم عامه پوهاوی وي.