د کابل ښار امنیه قوماندانۍ د دې ښار په اتمه ناحیه کې د یوې چاودنې په نتیجه کې د دوو ملکي وګړو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د دې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې دا پېښه د کارته نو په سرتپه کې نن سهار هغه مهال وشوه چې د رهنمایي معاملات په یوه دفتر کې ځای پرځای شوي چاودیدونکي مواد وچول.
فرامرز په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو دومره یې وویل چې په دې اړه څېړنه پیل شوې ده.