تاجکستان کې زلزلې ۵ تنه وژلي

ارشیف، تاجکستان کې د زلزلې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

په تاجکستان کې د یوې زلزلې له امله چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۵،۹ ثبت شوی، پنځه کسان مړه شوي دي.

د تاجکستان د بیړنیو حالاتو کمېټې وویل، دغې زلزلې چې مرکز یې د خجند په جنوب ختیځ ۱۵۳ کیلومترۍ کې ۴۰ کیلو متره تر ځمکې لاندې وه، شل کورونه وران کړي دي.