اوکراین: روسي هککرانو د سمندري ځواکونو پر وېب پاڼې برید کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د اوکراین دفاع وزارت وایي چې د روسي حکومت اړوند هککرانو د اوکراین د سمندري ځواکونو پر وېب پاڼې برید کړی دی او په تور سمندرګي کې یې د روانو ګډو تمریناتو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.

د اوکراین دفاع وزارت پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۸مه) په یوه بیان کې وویل، د کرملین د پروپاګندې ټول ماشین په دې برید کې شامل دی چې غلط اسناد او جعلي خبرونه یې د روانو سمندري پوځي تمریناتو په اړه خپاره کړي دي.

په دې تمریناتو کې دوه دیرش هېوادونو برخه اخیستې ده.

د اوکراین دفاع وزارت زیاتوي چې دا ستونزه تر اوسه نه ده هواره شوې او په لنډ راتلونکې کې به د سمندري ځواکونو د وېبپاڼې دا مشکل حل شي.

اوکراین بیا-بیا روسیه په دا ډول سایبري بریدونو تورنوي خو مسکو تل دا تورونه رد کړي دي.