ولسمشر اشرف غني د خوست هوایي ډګر پرانېست

ولسمشر غني د خوست په هوايي ډګر کې

خوست ولایت ملکي هوايي ډګر نن شنبه (د چنګاښ په ۱۹مه) د جمهورئیس محمد اشرف غني له لوري په رسمي ډول د پروازونو پر مخ پرانېستل شو.

ولسمشر غني چې یوه دولتي پلاوي ورسره ملګری دی، په هوایي ډګر کې د هغو مسافرو هرکلی وکړ چې له متحده عربي اماراتو څخه په مستقیمه الوتنه کې خوست ته راغلي وو. ولسمشر غني راغلو مسافرو او د خوست خلکو ته د دې نړیوال هوایي ډګر د جوړیدو مبارکي وویله.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل چې دا په هېواد کې پنځم ستر هوايي ډګر دی چې نړیوال پروازونه به هم ورنه کېږي: "دغه هوايي ډګر په پنځو پړاوونو کې جوړ شوی چې ټولیز لګښت پرې یو میلیارد ۸۸۱ میلیونه افغانۍ راغلی چې د دولت له بودجې ورکړل شوی دی."

د نوموړي په خبره د دغه هوايي ډګر کارونه په ۱۳۹۰لمریز کال کې د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري پيل شوي چې دا مهال بشپړ شوي دي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې سر له نن به د اریانا او اماراتو هوايي شرکتونه خپل پروازنه له دغه هوايي ډګر پيل کړې چې ورسره به له دُبۍ خوست او برعکس له خوست کابل او بیا دُبۍ ته پروازونه کېږي.

دا له کابل، هرات، بلخ او کندهار وروسته پنځم ستر هوايي ډګر دی چې ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي.

د ملکي هوایي چلند اداره وایي، چې د دغه هوایي ډګر په پرانېستلو سره به د حکومت عایداتي سرچینې زیاتې او هم به چلغوزي چې د خوست، پکتیکا او پکتیا مهم پیداوار او کرنیز محصولات دي د هوایي دهلیز له لارې بهر ته صادر شي.