هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې، د هند د بهرنیو چار وزیر اېس جی شنکر پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۸مه) په مسکو کې له خپل روس سیال سرګي لاروف سره په ګډه خبري غونډه کې په دې اړه څرګندونې وکړې.
ښاغلي جی شنکر وویل، د افغانستان امنیت د سیمې د امنیت لپاره مهم دی: "موږ باور لرو چې د تاوتریخوالي کمېدل په رښتیا د ورځې سمدستي اړتیا ده او که په افغانستان او سیمه کې سوله غواړو هند او روسیې ته په کار ده چې ګډ کار وکړي څو دا یقیني کړي چې په اقتصادي، ټولنیزو او ډیموکراتیکو برخو کې پرمختګ خوندي وي. موږ یو خپلواک، د ملي حاکمیت لرونکي او ډموکراتیک افغانستان ته ژمن یو."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان جریانات د روسیې متحدو هېوادونو قلمرونو ته د احتمالي سرایت له کبله د اندېښنې وړ دي.
لاوروف له دې مخکې ویلي و چې د ډله ییز امنیت د سازمان تړون به د افغانستان او تاجکستان په سرحدونو کې د پاروونکو تحرکاتو د مخنیوي لپاره په اقداماتو لاس پورې کړي.
د ډله ییز امنیت په سازمان کې روسیه، ازبیکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او ارمنستان غړیتوب لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له تاجکستان او ایران سره د افغانستان د ګډ سرحد په اوږدو کې پر ډېرو سیمو ولکه ټینګه کړې ده.