د بنګله دېش یوه فابریکه کې اورلګېدنې ۴۹ کسان وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بنګله دېش له پلازمېنې ډاکه بهر د څښاک د تولید په یوه فابریکه کې اورلګېدنې لږ تر لږه ۴۹ کسان مړه کړي دي.

د ژغورنې عملیات پرمخ روان دي او اټکل دا دی چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات وي.

د هاشم د څښاک او خوړو د تولیداتو په پنځه منزله فابریکه کې دغه اور پرون پنجشنبه(د چنګاښ ۱۷مه) ناوخته پیل شو.

دا لا معلومه نه ده چې د اورلګېدو په وخت کې څو کارکوونکي په فابریکه کې وو؟