یونیسف: افغانستان ته د جانسن اېنډ جانسن واکسین ۱۴ لکه ډوزه ورسېدل

د جانسن اېنډ جانسن واکسین

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، افغانستان ته د جانسن اېنډ جانسن واکسین ۱۴ لکه ډوزه ورسېدل.

امریکا په ټوله کې له افغانستان سره د جانسن انډ جانسن واکسین د درې ملیونه ډوزو مرستې ژمنې کړې وه.

یونیسف په یوه اعلامیه کې ویلي، د واکسین لومړۍ بسته واکسین افغان دولت ته سپارل شوې ده.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند، میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل، افغانستان د دغو واکسینونو د ساتلو ظرفیتونه لري: "له نېکه مرغه هم په مرکز او هم ولایتونو کې د واکسینونو د ساتلو معیاري مرکزونه لرو چې دغه واکسینونه وساتل شي."

یونیسف غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې کرونا ضد واکسین په عادلانه ډول خلکو ته ورکړل شي.