افغان چارواکي: طالبانو هرات کې د اسلام کلا بندر نیولی

ارشیف، اسلام کلا بندر

په هرات ولایت کې ځینو چارواکو تایید کړې چې طالبانو له ایران سره پر پوله د افغانستان یو اصلي بندر اسلام کلا نیولی دی.

د هرات د ګمرک یوه مسوول نور احمد محمدي د پنجشنبې(د چنګاښ ۱۷مه) په ورځ وویل چې د اسلام کلا له بندره افغان پوځیان وتلي او دا بندر اوس د طالبانو په لاس کې دی.

ځینو موټر چلوونکو او عامو خلکو هم ازادي راډیو ته تایید کړې چې ګڼ افغان پوځیان له اسلام کلا بندره ایران ته اوښتي دي.

په خواله رسنیو هم څو ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ګواکې طالبان په اسلام کلا بندر کې حضور لري او له پولي هاخوا ایراني پوله ساتي ځواکونه هم ولاړ دي.

د هرات والي یا امنیه قوماندان لا تر اوسه د طالبانو لاس ته د اسلام کلا بندر د لوېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د هرات پوځي شورا بیا په یوه اعلامیه کې پرون تایید کړې چې له کشک کهنه او زنده جان ولسوالیو نه دولتي ځواکونه وتلي دي.