شفیق همدم: بایډن واضح کړه چې افغانستان سره به یې ملاتړ جاري وي

د ناټو پخوانی سلاکار او شننونکی محمد شفیق همدم

د امریکا ولسمشر په خپله وینا کې واضح کړه چې له افغانستان سره به یې ملاتړ جاري وي.

دا خبره د ناټو پخوانی سلاکار او شننونکی محمد شفیق همدم د ولسمشر جو بایډن د وینا په اړه له ازادي راډیو سره تحلیلي مرکه کې وکړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن بېګا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وینا وکړه او ويې ویل د اګسټ تر اخره به امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي.

شفیق همدم په ولسمشر بایډن دا انتقاد هم وکړ چې وینا یې یو څه د ده په خبره "عجولانه" وه.

له همدم سره د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له همدم سره مرکه