کابل کې ۱۶۰ معتادين د درملنې مرکزونو ته يووړل شول

یو شمېر معتادین د درملنې مرکزونه ته وړل کیږي

په کابل ښار کې تر سلو ډېر معتادین د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

د معتادينو د درملنې ابن سينا روغتيايي مرکز مشر محمد ظاهر سلطاني وايي، د عامې روغتيا وزارت د پولیسو په همکارۍ د کابل له لومړۍ، دوهمې، اتمې او ۱۲مې ناحيې څخه ۱۶۰ معتادين راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتيايي مرکز ته يووړل.

د يادونې وړ ده چې په مزار شريف کې څلور نور معتادين هم راټول او د معتادينو د درملنې په روغتيايي مرکز کې بستري شول.