اروپایي پارلمان د رایو په اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو له چارواکو غواړي، له بشري حقونو څخه د چین د سرغړونې په خاطر د پیکینګ د ۲۰۲۲ میلادي کال ژمنۍ لوبې بایکاټ کړي.
دغه پرېکړه لیک ته چې عملي کېدل یې الزامي نه دي، پرون پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د لویو مختلفو سیاسي ډلو ۵۷۸ وکیلانو مثبتې رایې ورکړي. یوازې ۲۹ وکیلانو یې پر ضد خپلې رایې وکارولې.
دغه پرېکړه لیک د اروپایي ټولنې له غړیو هېوادونو غواړي چې د المپیک په ژمنیو لوبو کې د ګډون لپاره د چین د حکومتي استازیو او ډیپلوماتانو بلنې تر هغو ونه مني چې دې هېواد په هانګ کانګ، شینجین، تبت، اینرمنګولیا او نورو برخو کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د تایید وړ اقدامات کړي نه وي.
د بشري حقونو ډلې او لویدیځ دولتونه وایي، لږ تر لږه یو میلیون اویغوریان او نوراقلیت مسلمانان په شینجین کې په جبري کمپونو کې ساتل کېږي او ورسره ناوړه چلند کېږي، خو پیکینګ دغه تورونه ردوي او وایي، په دې کمپونو کې خلکو ته حرفوي زده کړې ورکوي.