د بلاروس حکومت د یو شمېر سیمه ییزو ورځپاڼو پر دفترونو حمله وکړه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بلاروس حکومت پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د دې هېواد د یوې زړې ورځپاڼې وېب پاڼه بنده او د یو شمېر سیمه ییزو ورځپاڼو پر دفترونو حمله وکړه.

ناشا نیوا ورځپاڼې چې تر انتخاباتو وروسته یې د اعتراضونو په اړه خبرونه خپرول، پرون وویل چې امنیتي ځواکونو یې پر دفترونو حمله وکړه او د دې ورځپاڼې مسول مدیر یاهور مارټسینیویچ یې ونیو.

دې ورځپاڼې ځینې تصویرونه خپاره کړي چې ښيي پولیس د حکومت ضد اعتراضونو په جریان کې په بې رحمانه توګه خلک نیسي.

د تېر کال د اګسټ د میاشتې له انتخاباتو راهیسې چې الکساندر لوکا شینکا یې ګټونکی اعلان شوی، په دې هېواد کې اعتراضونه دوام لري او حکومت هم د ډموکراسۍ پلوه معترضانو، د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعانو ځپنې ته دوام ورکړی.

د راپورونو له مخې امنیتي ځواکونو له ۳۵ زرو زیات کسان نیولي او دغه راز ډېر سیاسي فعالان او د اپوزیسیون مهمې څېرې ېې له هېواده ایستلو ته اړ کړي دي.