"د جګړې هېڅ لوری اجازه نه لري چې ملکيان د ډال په توګه وکاروي"

په کابل کې د بشر حقونو کمېسیون

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د بشر پالنې نړیوال اصول او د جګړې قوانین مراعات کړي.

د دې کمېسیون غړي او ویاند شکرالله مشکور تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د جګړې هېڅ لوری اجازه نه لري چې له ملکي وګړو د ډال او له هستوګن ځایونو یې د سنګر په توګه استفاده وکړي.

هغسې چې د جګړې د قوانینو له مخې ټولګټې تاسیسات خوندیتوب لري، شخصي هستوګن ځایونه هم خوندیتوب لري او باید د جګړې د لورو له خوا تر بریدونو لاندې رانه شي."

د بشري حقونو د څار سازمان یا 'هېومن رایټس واچ' ویلي چې وسله والو طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې په کندز کې د یو شمېر خلکو کورونه له دولت سره د همکارۍ په تور سوځولي دي. د ښاغلي مشکور په وینا په دې اړه دوی څېړنه کوي.