بادغیس کې د وروستیو ورځو جګړو لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

بادغیس کې د وروستیو جګړو له امله یو شمېر ټپیان شوي کسان

په بادغیس کې د دوو وروستیو ورځو جګړو لسګونه ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د بادغیس د مرکز قلعه‌نو روغتون مشر پادشاه خان ناصري نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه دغه روغتون ته شاوخوا ۶۰ ټپيان او د ۱۳ کسانو مړي وروړل شوي.

هغه وویل په وژل شویو کې اووه ملکیان دي او د پاتې شپږو هویت له دې چې سوځېدلي نه‌ښکاري.

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو نن شاوخوا ۱۰ بجې په قلعه‌نو ښار باندې له څو لورو بریدونه وکړل، خو د افغان پوځیانو له‌خوا یې تر ډېره مخه نیول شوې او بېرته‌یې په شا تمبولي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد که څه هم په قلعه‌نو ښار کې د طالبانو حضور ردوي، خو وايي طالبان له هغو سیمو دفاع کوي چې په خپله ولکه کې یې راوستي.