بلخ کې د باور په نوم د یوه رسنیز مرکز چارواکي 'ممنوع‌الخروج' شول

دغو ۲۶ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شکایت درلود چې باور رسنیز مرکز دوی له دندو لیرې کړي او معاشونه‌یې هم نه‌دي ورکړي. 

د بلخ چارواکو د باور په نوم د یوه رسنیز مرکز چارواکي ممنوع‌الخروج اعلان کړي.

د بلخ د هوايي ډګر قوماندان اصف خان ازادي راډیو ته دا خبره تأیید کړه.

دا وروسته له هغه چې ازادي راډیو څو ورځې مخکې د باور په نوم د دغه رسنیز مرکز د ۲۶ خبریالانو او کارکوونکو په حواله راپور ورکړی و.

دغو ۲۶ خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شکایت درلود چې باور رسنیز مرکز دوی له دندو لیرې کړي او معاشونه‌یې هم نه‌دي ورکړي.

ازادي راډیو ته داسې سند رسېدلی چې ښيي د باور رسنیز مرکز مشر شیرشاه امیري او څو نور مسؤلین ممنوع‌الخروج اعلان شوي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې شیرشاه امیري او د هغه همکاران د ۱۸ لکه ډالرو اختلاس، د کارکوونکو د معاشونو د نه‌ورکولو او هم په وسایلو کې د تصرف په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي.

د باور رسنیز مرکز مشرانو په ځان د لګېدلو تورونو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

باور رسنیز مرکز په ۲۰۰۷ کال کې د جرمني پوځیانو له‌خوا جوړ شوی و.

د جرمني ځواکونو وروستۍ ډلګې شاوخوا دوه اوونۍ دمخه له افغانستان ووتله.