اروپايي ټولنې د جرمني د موټرو ځیني تولیدوونکې کمپنۍ جریمه کړې

د اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپايي ټولنې د جرمني د موټرو ځیني تولیدوونکې کمپنۍ یو میلیارد ډالره جریمه کړي.

اروپايي کمېسیون ویلي چې ډېملر، بي ام ډبلیو، اوډي او پورش کمپنیو له هغو ټکنالوژيکي رقابتونو ډډه کړې چې هدف‌یې د پټرول او ډیزل ماشینونو د ککړتیا محدودول دي.

د دغه کمېسیون د رقابتونو کمېشنرې مارګریټ ویستاګر ویلي دغو کمپنیو مخربه ککړتیا کمولای شوی، خو د دې کمښت د نه‌رعایت لپاره‌یې لاسونه یو کړي.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې موټر جوړوونکې کمپنۍ اکثر د قیمتونو په سر د جوړجاړي او درغلیو په جرمونو تورنې او جریمې کړې وې او لږ داسې پېښ شوي چې د ټکنالوژيکي مسئلې اقدام وکړي.