د اروپا د فوټبال فدراسیون یواېفا په انګلستان باندې د ډنمارک په وړاندې د لوبې په خاطر ځیني تورونه لګولي دي.
یوایفا نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د انګلستان ټيم په درېیو سرغړونو تورن شوی.
لومړی تور دا دی چې د انګلستان مینهوالو د ډنمارک د ګول ساتونکي کاسپر سمایکل په مخ باندې لیزر اچولی و، دوهم تور د ډنمارک د ملي سرود په وخت د ګډوډۍ او شور جوړېدل او له املهیې د دې سرود ناسم خپراوی او درېیم تور د انګلستاني مینهوالو لهخوا د اور لوبې ترسراوی دی.
د اروپا د فوټبال فدراسیون ویلي چې دا درې تورونه اوس څېړل کېږي او له قوانینو سره سم به د انګلستان ټیم ته سزا ورکول کېږي.
انګلستان د اروپا د فوټبال په جام کې بېګا ډنمارک ته دوه پر یو ماته ورکړه.
انګلستان د یکشنبې په ماښام له ايټالیا سره د اروپا د فوټبال پایلوبه کوي، خو معلومه نهده چې د یواېفا تازه پرېکړه به انګلستان ته څه ستونزه مخ کړي.