پولیسو د هایتي د ولسمشر جوفینیل مویس د وژنې په تړاو څلور کسان وژلي دي.
پولیسو ویلي، دوه نور کسان نیول شوي هم دي.
ناپيژاندو بریدګرو پرون د هایتي ولسمشر جوفینیل مویس د دغه هېواد په پلازمېنه پورتو پرنس کې په خپل کور کې په ډزو وواژه.
۵۳ کلن مویس د ۲۰۱۷ کال له فبروري راهیسې د هایتي ولسمشر و.
په ده باندې د فساد تورونه لګېدلي. په خپله یې دا تورونه رد کړي و.
لا چا د هایتي د ولسمشر د وژنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.