بایډن له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه وینا کوي

ولسمشر بایډن

ټاکل شوې نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه وینا وکړي.

رویټرز د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي له قوله ویلي چې بایډن به خلکو ته په روانو حالاتو وغږیږي.

دغه چارواکي ویلي، تمه یې نشته چې بایډن دې کومه لویه تګلاره اعلان کړي.

د راپورونو له مخې بایډن د منتقدینو تر فشار لاندې دی، څو د سرتیرو د ستنولو په تړاو لا زیات وضاحت ورکړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له بهیر سره هم مهاله تاوتریخوالی هم ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، د عسکرو د ایستلو بهیر نوي سلنه بشپړ شوی.

امریکايي چارواکو ویلي، ۶۵۰ سرتیري به د ډپلوماټانو د ساتنې او د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت لپاره په کابل کې پاتې وي.