په جوزجان کې د مرخېړیو یا د ځمکنۍ غوښې تخم د تولید لومړنۍ فابرېکه نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) فعاله شوه.
د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست شفیق الله تلاش ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د «WHH» موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
نوموړي وويل چې دا فابریکه د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې.
یاده فابرېکه د دې ترڅنګ چې د شبرغان ښار ۳۸۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې د بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونو د هغو مېرمنو اړتیاوې هم پوره کوي چې د مرخېړیو کرکېله کوي.
د شبرغان په ښار کې سلګونه مېرمنې د مرخېړیو د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې فعالیت کوي او د دې فابرېکې د فعالیت په پیل سره، د مرخېړیو تخم ته د دغو مېرمنو لاس رسی اسانه کېږي.