امریکا غواړي ځینو افغان مېرمنو ته ویزې ورکړي

د امریکا ویزه

د امریکا متحده ایالاتونه غواړي هغو افغان مېرمنو ته ویزې ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې ممکن ژوند له خطر سره مخامخ شي.

دا خبره رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي په حوالهچې نوم یې نه دی څرګند، کړې ده.

دغه چارواکي ویلي، د جوبایډن اداره زیان لیدونکو افغانانو ته د ویزو په ورکولو غور کوي چې دې ډله کې سیاستوالې، خبریالانې او فعالانې هم شاملې دي.

له دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو له سپینې ماڼۍ غوښتي چې فعالو افغان مېرمنو ته لږ تر لږه دوه زره ځانګړې ویزې صادرې کړي.

سپینې ماڼۍ تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو ټاکل شوې نن ولسمشر بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه وینا وکړي.

اټکل دادی چې بایدڼ به د افغان ښځو د حقونو پر خوندیتوب هم خبرې وکړي.