د پاکستان سفارت: کابل کې ایسار پاکستانیان به خپل هېواد ته واستوو

په کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت هڅې پیل کړي دي چې په دغه ښار کې په زرګونو ایسار پاکستانیان د ځمکې له لارې خپل هېواد ته واستوي.

دا کسان وروسته تردې په کابل کې بند پاتې شول چې سعودي عربستان د کرونا وبا په خاطر له کابله جدې ښار ته الوتنې وځنډولې.

ریاض تر دې مخکې له پاکستانه د کرونا وبا له امله الوتنې ځنډولې وې چې له همدې کبله به یو شمېر پاکستانیانو له کابله جدې ته سفر کاوه.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د دغو پاکستانیانو شمېر شااوخوا څلورو زرو ته رسېږي چې پاکستان ته یې د لېږلو چارې روانې دي.

له کابله د عربستان جدې ښار ته پخوا په اوونۍ کې یوه الوتنه کېده.