د هایتي ولسمشر جو فینیل مویس تېره شپه په پلازمېنه پورتو پرېنس کې په خپل شخصي استوګنځای کې په ډزو ووژل شو.
۵۳ کلن مویس د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ میاشتې راهیسې د دې هېواد ولسمشر و.
نوموړی چې په اداري فساد تورن شوی و، حکومتیې له تاوتریخوالي ډکو پراخو مظاهرو له ستونزو سره مخامخ کړی و. نوموړي پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي و.
د هایتي سرپرست صدراعظم کلاود جوزف د ولسمشر قتل یو وحشیانه او غیر انساني عمل بللی دی.
په هایتي کې د جنایت کارو ډلو لهخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي په دې هېواد کې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
ټاکل شوې وه چې مویس د روان کال په پای کې عمومي انتخابات ترسره کړي وی.