تاجکستان ته اوښتي شاوخوا ۶۰۰ افغان پوځیان بېرته کابل ته 'رالېږدول' شوي

ارشیف، د تاجکستان کولاب هوايي ډګر

هغه شاوخوا ۶۰۰ افغان پوځیان چې په شمال کې د وسله‌والو طالبانو د حملو له امله تاجکستان ته اوښتي وو بېرته په الوتکو کې کابل ته لېږدول شوي دي.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته د دې هېواد یوې امنیتي سرچینې ویلي چې دغه افغان پوځیان پرون سې شنبه په څلورو الوتکو کې کابل ته لېږدول شوي دي.

دغې سرچینې دغه‌راز ویلي چې ۳۰۰ نور افغان پوځیان به په راتلونکو ورځو کې بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي و، هغه افغان پوځیان چې د تاجکستان خاورې ته اوښتي و، د بدخشان د مرکز فیض‌اباد د اوسېدونکو د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شوي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن دغه‌راز امر کړی چې له دې پولې سره د امنیت د ټینګښت لپاره دې د پوځ ۲۰ زره ذخیروي ځواک ځای پر ځای شي.

تاجک چارواکو ویلي چې د جون له ۲۲مې یې خاورې ته ۱،۶۰۰ افغان سرتېري او افسران ننوتلي دي.