له جرمني ۲۷ تنه ایستل شوي افغانان کابل ته راورسېدل

ارشیف، یو تن راستون شوی افغان

۲۷ تنه افغانان چې له جرمني څخه اېستل شوي دي نن چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۶مه نېټه)کابل ته ورسېدل.

د جرمني 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د چارواکو په حواله خبر ورکوي چې د دې افغانانو لپاره ځانګړې یا چارتر الوتکه سهار وختي په کابل کې کېناسته.

اژانس وايي، نننۍ الوتنه، له ۲۰۱۶ کال راهیسې له جرمني د اېستل شوېو افغانانو څلوېښتمه الوتنه ده چې په ټوله کې ۱۱۰۴ افغان پناه غوښتونکي یې له دې هېواده افغانستان ته لېږدولي دي.

په وروستیو څو کلونو کې زرګونه افغانان د عراق، سوریې، پاکستان او افریقايي هېوادونو له وګړو سره یوځای د یوې ښې راتلونکې په تمه اروپايي هېوادونو ته ځي، خو په دې هېوادونو کې د کډوالو په قوانینو کې د نوېو محدودیتونو له کبله اکثر دا کسان نه منل کېږي او ډېری خپلو هېوادونو ته ډیپورت کېږي.