چارواکي: کندهار کې د ناامنیو وروستۍ څپه لنډمهاله ده

د کندهار ښار

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په کندهار کې د ناامنیو وروستۍ څپه لنډمهاله ده.

عبدالستار میرزکوال چې د پوځ له لوی درستیز جنرال محمد ولي احمدزي او نورو چارواکو سره یو ځای کندهار ته تللی و، پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) په یوه کنفرانس کې د کندهار ولس ته ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل: "د کندهار زړور، باتور او مېړني ولس ته ډاډ ورکوم چې تاسې په وېره کې مه اوسئ. هغه څه چې رامنځته شوي دي، موږ ورباندې جدي کار کوو. دا ستونزې لنډمهاله دي."

په کندهار کې د ملي اردو چارواکو منلې چې تېره یکشنبه له پنجوايي ولسوالۍ امنیتي ځواکونه بل ځای ته انتقال شوي دي.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې دا د مې میاشتې له لومړیو راهیسې د کندهار شپږمه ولسوالۍ ده چې وسله وال طالبان ورباندې ولکه ټینګوي.