د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، حمد الله محب پرون سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) وویل، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه د افغانستان په شمال کې د ځینو افراطي ډلو د تحرکاتو پر زیاتېدو اندېښنه لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر بشپړېدو ته څه باندې یوه میاشت پاتې ده.
په افغانستان کې هره ورځ د ځینو ولسوالیو او سیمو د لاس په لاس کېدو او جګړو راپورونه ورکول کېږي.
صالح محمد صالح په واشنګټن ډي. سي کې د نړیوالو چارو انسټیټیوټ له مشر، هاشم وحدتیار سره مرکه کړې ده.
په پیل کې یې ورڅخه پوښتنه کړه، له افغانستانه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له بشپړېدو سره ایا وضعیت خراب، که بهتره شي؟
دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له هاشم وحدتیار سره مرکه