د افغانستان دفاع وزارت: شمال کې سلګونه کمانډو او حکومت پلوه ملېشې وګمارل شوې

یو شمېر افغان کمانډو ځواکونه

افغان چارواکي وايي چې دوی په شمال کې سلګونه کمانډو او حکومت پلوه ملېشې ګمارلي ترڅو د طالبانو د چټک پرمختګ مخه ونیسي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن فرانس پرس ته ویلي حکومت د هغو سیمو د بیا نیولو لپاره د لویو حملو پلان لري چې د ده په خبره د دښمن لاس ته لوېدلې دي.

په داسې حال کې چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، طالب جنګیاليو د دغه هېواد په شمالي سیمو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د راپورونو په اساس په وروستیو اوونیو کې طالبانو د افغانستان په شمال کې پراخې سیمې اکثر له نښتو پرته نیولي.

د تاجکستان چارواکو ویلي د جون له ۲۲مې څه باندې ۱،۶۰۰ افغان سرتېري د جګړو په زیاتېدو سره د تاجکستان خوا ته وراوښتي دي.