د بېپولو خبريالانو نړيوال سازمان د پاکستان صدراعظم عمران خان او د هند صدراعظم نرېندرا مودي د بیان په ازادۍ د بنديزونو لګوونکو په لېست کې شامل کړي دي.
دغه نړيوال سازمان د جولای په پنځمه په خپله وېبپاڼه د هغو ۳۷ حکومتونو د مشرانو عکسونه خپاره کړي چې په خبرهیې د بیان ازادۍ تهيې زیان رسولی.
سازمان ليکي له کله نه چې عمران خان د پاکستان صدراعظم شوی، نو په دې هېواد کې د رسنيو ادارو ته ګواښونه شوي او کوم خبريالان چې د دوی په وينا له سرو کرښو تېرېږي، نو تښتول کېږي او تشدد پرې کېږي.
بلخوا د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب نن په يو بيان کې ويلي دي چې ياد راپور د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف په ضد رسمي تورونه دي.
د پاکستان حکومت بیا په وار وار ویلي دي چې رسنۍ يې مکملې ازادې دي.
د بېپولې خبريالانو په ياد لېست کې له عمران خان او مودي پرته د سعودي وليعهد محمد بن سلمان، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، چينايي ولسمشر شي جن پېنګ او یو شمېر نور د حکومتونو مشران شامل دي.