د ارزګان عالمان: که غواړئ روغ صحت ولرئ نو خپل چاپیریال پاک وساتئ

ارزګان کې د علماوو غونډه

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) دیني علماوو د یوې لويې غونډې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې خپل چاپیریال پاک وساتي څو له ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.

مولوي رحیم الله وايي، الله (ج) داسې ایکو سیسټم جوړ کړی چې په دې سیسټم کې ټول موجودات یو له بل سره په مستقيم یا غیر مستقيم ډول تړاو لري او په وینا یې د هر یوه کمښت یا ډېرښت پر دا نورو مثبت یا منفي تاثیر کوي چې په ټکو یې الله (ج) ټول شیان په ټاکلي اندازه پیدا کړي دي.

نوموړی زیاتوي: "الله(ج) خلکو ته امر کړی چې لومړی خپل ځان پاک وساتئ، دوهم خپل کور او درېیم خپله شااوخوا سیمه، که غواړئ چې روغ صحت ولرئ نو خپل چاپیریال پاک وساتئ."

بل دیني عالم مولوي سیف الله خالد هم ورته نظر لري وايي، په اسلام مبارک دین کې ځکه انسانان د چاپیریال د ساتلو لپاره ګمارل شوي چې بل هېڅ مخلوق د دې کار توان نه لري.

هاخوا د ارزګان ولایت د چاپیریال ساتنې رئیس د چاپیریال ساتنې په برخه کې د علماوو رول مهم یاد کړ.

د یادې ادارې سرپرست رئیس عبدالعلي اچکزي وویل، که څوک د چاپیریال ساتنې له اصولو سرغړونه وکړي، نو دوی به قانوني چلند ورسره وکړي.