چارواکي: د ننګرهار فابریکو کې ۱۲ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

ارشیف، ننګرهار کې د اوسپنې ویلي کولو فابریکه

د ننګرهار ولایت په فابریکو کې دا مهال ۱۲ زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ازادي راډیو ته وويل چې اوس مهال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او صنعتي ښار ګوټو کې د ۲۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې ۳۵۰ توليدي فابريکې فعاليت کوي چې په کې ۱۲ زرو کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شوې ده.

دغه فابريکې د المونيمي او پلاستيکي لوښو، کرنيزو وسايلو، ترېشر، مرمر ډبرو، اوسپنې ويلي کولو، د بیټريو تیزاب، سيخ جوړولو، د هايډروجن او نايټروجن توليد، ايوډين لرونکې مالګې، صابون، شامپو، نباتي غوړيو، معدني اوبو، غالۍ اوبدلو، يخ جوړولو، فرنيچرو، د چرګانو خوراکي توکي، کېک، کلچې، غير الکولي مشروباتو او نورو توکو په برخو کې فعالیت کوي.

د ښاغلي احمدي په خبره، دغه توليدات د دغه هېواد پر ولايتونو سربېره پاکستان، تاجکستان، ازبیکستان او اروپايي هېوادونو ته هم صادرېږي.

چارواکي وایي، که په صنعتي پارکونو کې د برښنا ستونزه حل شي نو داخلي صنعت به پراخ او پانګونه به زياته شي او دغه شان د صادراتو کچه به لوړه او زرګونو نورو کسانو ته به د کار زمينه برابره شي.