افغان چارواکي: د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي تازه هڅې پیل شوي

ارشیف، د کندز زعفران

له افغانستانه د زعفرانو د قاچاق د مخنیوي تازه هڅې پیل شوي دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د کرنې وزارت، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو، ماليې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د زعفران کارانو د ملي ټولنې استازو ناسته کړې او ټینګار شوی چې د زعفرانو د قاچاق په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخیستل شي.

نوموړي وویل چې د افغانستان زعفرانو په نړۍ کې مهم ځای خپل کړی او باید دغه ارزښت وساتل شي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، دم ګړۍ د تولیداتو پر زیاتوالي کار کول، د پروسس مرکزونه جوړول او تجهیز، د کیفیت د کنټرول لابراتوار جوړول، د بزګرانو روزنه او یو شمېر نور کارونه په دې برخه کې ددې وزارت اساسي کارونه جوړوي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه موجود وو چې د افغانستان زعفران نورو هېوادونو ته قاچاقېږي او هغه هېوادونو په خپل نوم پلورل کېږي.

افغانستان په ١٣٩٩م کال کې ٢١ مټریک ټنه زعفران تولید کړي وو او ۲۶ میلیونه ډالر يې د دغه بوټي د تولید او پلور له پلوه ترلاسه کړي وو.

ښاغلی رستمي وايي چې په تېرو څو کلونو کې ۳۶ ټنه زعفران هند، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، متحده ایالاتو، کاناډا او چین ته صادر شوي دي.