نااټمي هېوادونه: اټمي قدرتونه دې د هستوي وسلو له منځه وړلو ته کار وکړي

ارشیف، عکس تزیني بڼه لري

د نړۍ شپاړسو نااټمي هېوادونو پر اټمي قدرتونو غږ وکړ چې د هستوي وسلو له منځه وړلو ته لاس په کار شي.

د ستاکهولم نوښت په چوکاټ کې د راټولو شوېو دغو هېوادونو استازیو پرون دوشنبه(د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) خپله څلورمه غونډه په مادرید کې وکړه.

د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د پرونۍ غونډې په اعلامیه کې پر نهو اټمي هېوادونو غږ شوی چې 'د اټمي وسلو د نه پراختیا تړون' اړتیاوې پوره کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس غونډه کې ویلي، اټمي بې وسلې کېدنه امکان لري او په خبره یې دا 'سملاسي اړینه' چاره ده.

غونډه کې د وسلو د کنټرول په اړه د مسکو او واشنګټن د خبرو د اعلان هرکلی هم شوی دی.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو ټینګار کړی چې په راتلونکې کې په هره بیه باید د اټومي تقابل مخنیوی وشي.