اروپايي ټولنه د لوږې د خطر د مخنیوي لپاره افغانستان سره مرسته کوي

ارشیف، یو افغان کډوال

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د قحطۍ/لوږې د خطر د مخنیوي په هدف د ۲۵ میلیونو یورو مرسته اعلان کړه.

د اروپايي ټولنې د بودجې او بشري سرچینو د برخې ویاند بلازا اویواري پرون دوشنبه (د چنګاښ په ۱۴مه نېټه) په دې اړه په بروکسل کې خبریالانو ته معلومات ورکړل: "[اروپایی] کمېسیون په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې لپاره د اضافي بشردوستانه مرستو په توګه ۲۵ میلیونه یورو جلا بېل کړي. دا مرسته په دغه هېواد کې د وچکالۍ په خاطر ده چې دا هېواد یې ځپلی او د لږ تر لږه ۱۱ میلیونو کسانو لپاره یې د خوړو (د کمښت) ناورین رامنځته کړی علاوه په دې چې درې میلیونه کسان وار دمخه د خوړو د (کمښت) له بیړني حالت سره مخ دي."

د نا امنیو تر څنګ وچکالیو هم زرګونه کسان له خپلو اصلو مېنو کډوالۍ ته اړ کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مخکې خبرداری ورکړی و چې هېواد یې د وچکالۍ له یوې نوې څپې سره مخ دی.

هغه پرون هم د وچکالیو په رابطه یوه غونډه ترسره کړې ده.

ارګ ماڼۍ د ولسمشر په حواله لیکلي چې د طبیعي پېښو له امله بې ځایه شوېو او زیانمنو شوېو خلکو ته باید مرستې په متوازنه توګه ورسېږي.