د افغانستان ملي امنیت ریاست د برېښنا پایو د الوزولو په تور یوه ډله ونیوله

خبرپاڼه زیاتوي، له دې کسانو څخه داسې مهمات هم ترلاسه شوي دي چې په ترورېستي فعالیتونو کې کار ترې اخیستل کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د هغې ډلې د مشر او درېیو غړو د نیولو خبر ورکوي چې د دې ادارې په وینا د برېښنا ستنې یې الوزولې.

دې ادارې په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، دا کسان د داعش ډلې غړي دي چې په پروان ولایت کې د ملي امنیت د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، له دې کسانو څخه داسې مهمات هم ترلاسه شوي دي چې په ترورېستي فعالیتونو کې کار ترې اخیستل کېږي.

په وروستیو څو اوونیو کې د برېښنا له ۳۰ زیاتې ستنې، تر ډېره په شمالي ولایاتو کې الوزول شوې دي چې کابل او نورو ولایتونو ته‌یې د برېښنا په رسولو کې لویې ستونزې رامنځته کړي.

د یو بل خبر له مخې، دغه ریاست وایي چې په میدان وردګ ولایت په مامکي سیمه کې یې د طالبانو مهم قوماندانان او جنګیالي وژلی دي.

د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې ولایت کې یې د طالبانو هغه غونډه په نښه کړې چې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مشوره په‌کې کېده.

د اعلامیې پر بنسټ د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دقیقې اطلاع پر بنسټ په دغه غونډه حمله وکړه او یو شمېر طالب قوماندانان او وسله‌وال یې ووژل او زیات شمېر سپکې او درنې وسلې یې له‌منځه یوړل شوې.

په دې اعلامیه کې د وژل شویو طالبانو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

وسله‌والو طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.