شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو برید کې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول

ارشیف، شمالي وزیرستان کې یو شمېر پاکستاني پولیس

په شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو په برید کې درې پاکستاني سرتېري مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

یوه جګپوړي امنیتي چارواکي چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي ځکه له رسنیو سره د خبرو اجازه‌یې نه‌لرله د ازادي راډیو ته وویل دې سرتېرو ته په سپین وام سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې مرګ‌ژوبله واوښته.

د دې برید پړه تر اوسه کومې ډلې نه‌ده منلې، خو د برید کوونکو د موندلو لپاره د پوځ عملیات پیل شوي.

په سپین وام کې د جون په ۲۰مه نېټه هم یو سرتېری وژل شوی و او د جون په ۳۰مه په جنوبي وزیرستان کې د وسله‌والو په برید کې ۳ ملېشه سرتېري مړه او درې نور ټپیان شول چې مسؤلیت‌یې پاکستاني طالبانو ومانه.